ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رینا امیري د قزاقستان له استازو سره د افغانستان خلکو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي

رینا امیري د قزاقستان له استازو سره د افغانستان خلکو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي

author avatar
29 Jul 2023 - 15:46
رینا امیري د قزاقستان له استازو سره د افغانستان خلکو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي
author avatar
29 Jul 2023 - 15:46

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وایي چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ په اړه یې د قزاقستان له استازو سره خبرې کړې دي.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د یوه ټويټ له لارې د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي طالګات کالیف او د یاد هېواد د ولسمشر د دفتر د رییس له مرستیال او نړۍوالو همکاریو چارو کې د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ارژان کازیخان سره د دې لیدنې په اړه خبر ورکړی دی.

هغه لیکلي: «د افغانستان له خلکو د ملاتړ چارو کې د همکارۍ په اړه له طالګات او ارژان کازیخان سره د قوي خبرو ستاینه کوم، په دې اړه نظرونه چې د منځنۍ اسیا هېوادونه څنګه کولی شي د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره بسیج شي، تر څېړنې لاندې ونیول شول.»

هغه دغه راز زیاته کړې چې د قزاقستان د ښځو د زده‌کړو او سوداګرو له مسوولینو سره هم ناسته لرلې او هغوی ژمنه کړې چې له حکومت سره به یوځای د کار او زده‌کړو برخو کي د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د افغانستان په اړه د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو له استازو سره لیدنه کړې وه.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.