فېروزکوه (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۲): د غور ځایي سرچینو په دغه ولایت کې د نږدې درې زره کیلوګرامه اومان د له منځه وړو خبر ورکړی دی.
د غور امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي منسوبینو ۱۶۰ کیلوګرامه اومان د ساغر ولسوالۍ سورتای کلي او ۲۷۰۰ کیلوګرامه اومان د فېروزکوه ښار په قطس علیا کلي کې کشف او له منځه وړي دي.
هغه زیاته کړه چې تېره شپه درېیو کسانو غوښتل ۱۶۰ کیلوګرامه اومان بوټی د دغه ولایت له شهرک ولسوالۍ تولک ولسوالۍ ته ولېږدوي چې د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا ونیول شول.
نوموړي وویل چې ترلاسه شوي اومان بوټی سوځول شوي دي.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن