[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د پاکستان د طالبانو تحریک (ټيټيپي) ته خوارج ویلي او ګواښ یې کړې چې له تسلیمۍ پرته بله لاره نه لري.
د پاکستان د جیو ټلویزیون د خبر له مخې، نوموړي دا څرګندونې د پښتونخوا ایالت په پېښور ښار کې یو سترې قبایلي جرګې ته کړې دي.
جنرال عاصم منیر له ترهګرۍ سره مبارزه کې د قبایلو د قربانیو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی له پوځ سره اوږه په اوږه مبارزه کړې ده.
د جنرال منیر په وینا، پاکستان کې ترهګرو ته هيڅ ځای نشته او خپلو طالبانو ته یې ویلي چې له تسلیمۍ پرته بله لاره نه لري.
د پاکستان د پوځ مشر ادعا کړې چې په ترهګریزو پېښو کې افغان وګړي لاس لري او دا د دوحې له تړونه سرغړونه ده.
هغه زیاته کړه چې دوی د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو او هغو ډلو د شتون په اړه چې دوی بندیز پرې لګولي، اندېښمن دي.
خو د افغانستان حکومت تل د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي چې خاوره یې د هيچا پر ضد نه کارول کېږي.
جنرال منیر ویلي چې افغان کډوال باید په پاکستان کې د دغه هېواد له قوانینو سره سم ژوند وکړي.
هغه پاکستاني طالبانو ته ویلي: «تاسو خوارج څوک یاست چې شریعت راولئ، زموږ پوځ د الله په لاره کې جهاد کوي چې به شهید کېږی یا غازي، د وینې تر وروستۍ څاڅکي پورې به د ترهګرو مقابله کوي.»
[/restrict]
Views: 264
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن