ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان ټاکنو کمېسیون: عمران خان د پنځو کلونو لپاره په ټاکنو کې ګډون نه شي کولای

د پاکستان ټاکنو کمېسیون: عمران خان د پنځو کلونو لپاره په ټاکنو کې ګډون نه شي کولای

author avatar
9 Aug 2023 - 12:08
د پاکستان ټاکنو کمېسیون: عمران خان د پنځو کلونو لپاره په ټاکنو کې ګډون نه شي کولای
ارشیف
author avatar
9 Aug 2023 - 12:08

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د پاکستان ټاکنو کمېسیون د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پنځو کلونو لپاره نا اهل (بې واکه) اعلان کړی دی.

بي‎بي‌سي په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان ټاکنو کمېسیون د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پنځو کلنو لپاره نا اهل (بې واکه) بللی دی.

سرچینه زیاتوي، له دې پرېکړې وروسته عمران نه شي کولای په ټاکنو کې برخه واخلي او یا هم د تحریک انصاف ګوند مشري وکړي.

سرچینه وایي، پر همدغه بنسټ عمران خان د پاکستان پارلمان کې له خپلې څوکۍ هم بې‌برخې کېږي.

په دغه راپور کې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون اعلامیې له مخې ویل شوي: «د پلازمېنې اسلام‌اباد محکمې د شنبې په ورځ عمران خان ته د درېیو کلونو زندان او سل زره روپیو جرمانې سزا ورکړه او له هغه وروسته د پاکستان اساسي قانون ۶۳مې مادې د ۲۳۲ فقرې له مخې، نوموړی د پنځو کلونو لپاره نااهل بلل کېږي.»

په راپور کې زیاته شوې، د ټاکنو کمېسیون له دغه اعلان وروسته عمران خان نه په ټاکنو کې برخه اخیستلای شي او نه هم د تحریک انصاف ګوند مشري کولای شي.

سرچينه وایي، له دې مخکې د اسلاماباد عالي محکمې ویلي وو: «د پخواني لومړي وزیر عمران خان د اپیل غوښتنلیک یې منلی او قضیه به یې نن چهارشنبه ارزول کېږي.»

دا په داسې حال کې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي کمېټې د ټول عمر لپاره د ګوند مشري عمران خان ته سپارلې ده.

د یادونې ده، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د تېرې شنبې ورځ په لاهور کې په خپل کور کې ونیول شو او پر درېيو کلونو بند محکوم شو.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.