Language

تخار کې ناپېژانده کسانو یو سړی وژلی او د هغه ښځه یې ټپي کړې ده

تالقان (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): تخار کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت په درقد ولسوالۍ کې یوه کور ته ناپېژانده کسان ننوتلي، د چاقو په وسیله یې یو سړی وژلی او د هغه ښځه یې ټپي کړې ده.

د تخار امنیې قوماندانۍ ویاند مبین صافي په یوه اعلامیه کې ویلي، دا پېښه تېره شپه د درقد ولسوالۍ د پخل قشلاق دروازپته سیمه کې شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې وسله‌والو کور ته له ننوتلو وروسته د کورنۍ سرپرست وژلی او د هغه مېرمن یې ټپي کړې ده.

د تخار د پولیسو ویاند وویل، د دې پېښې په تور څلور کسان نیول شوي او څېړنې ترې پیل شوې دي.

د یوه بل خبر له مخې، د دغه ولایت په «دشت قلعه» ولسوالۍ کې ځایي سرچینو د کوکچې سیند کې د یوه زده‌کوونکي له ډبېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه زده‌کوونکی درې ورځې مخکې د لامبو پر مهال ورک شوی و.

د سرچینې په خبره چې د یاد زده‌کوونکي مړی درې ورځې وروسته د سیمې خلکو د هڅو په پایله کې پیدا شوی دی.