جلالاباد (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۲): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ او خصوصي سکټور په همکارۍ د نهه ميليونه افغانيو په لګښت يو تفريحي پارک جوړ شو.
د جلالاباد ښاروالۍ وياند بختيجان مراد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښاریانو د ذهني سکون او ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه یې د خراسان پوهنتون په مالي ملاتړ د درېیمې ناحیې مخې ته د خراسان فوډ پارک په معیاري ډول جوړ کړ او تېره شپه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
هغه زياته کړه چې د دغه پارک د پرانیستې په مراسمو کې د ځینو ریاستونو رییسانو، علمای کرامو، د پوهنتون استادانو، د ګذر وکیلانو، محصلینو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
د مراد د معلوماتو له مخې، دغه پارک دوه برخې لري، یوه برخه یې د لویانو لپاره ځانګړې شوې او بله یې د ماشومانو لپاره چې ټول د لوبو اړین وسایل لري، دغه راز د سیمې خلکو لپاره د تفریح ښه او معیاري پارک دی او هر څوک د تفریح لپاره وړیا وتللی شي.
هغه زياتوي، دغه راز په دغه پارک کې یو رسټورانټ او د نندارې لپاره یو غټ سکرین او لایټینګ سیسټم هم جوړ شوي یاد پارک باندي ۹ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
د ښار اوسېدونکي د دغه پارک پر جوړېدو خوښ دي او له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې په نورو ناحيو کې هم ورته پارکونه جوړ کړي.
د درېيمې ناحيې اوسېدونکي محمدقسيم چې د کور مخې ته يې دغه پارک جوړ شوی وايي، د ورځې له کار وروسته به دلته دمه کوي خو نورو ناحيو کې هم بايد دا ډول پارکونه جوړ شي.
په دې وروستيو کې جلالاباد ښاروالۍ د ښار مختلفو برخو کې د بيارغونې ورته پروژې پيل کړې دي.
Views: 172
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن