Language

د افغانستان سفارت سرپرست له پاکستاني علماوو سره لیدلي

اټلانټا (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۲): اسلام‌اباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سرداراحمد شکېب د خواجه معین‌الدین محبوب کوریجه په مشرۍ د پاکستان د علماوو او مشایخو اړیکو شورا د مشرانو یوه پلاوي سره ولیدل.

د سفارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده کتنه کې په تېرو دوو کلنو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ترڅنګ، د پاکستان او افغانستان د تاریخي، مذهبي او کلتوري اړیکو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.

سردار شکېب دغه راز ټینګار وکړ چې په سیمه کې ثبات، له ګاوڼدیو هېوادونو او نړۍ سره رغنده اړیکې د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.