ژبه

پر کونړ او پکتیکا د پاکستان بریدونه؛ درې ملکي وګړي شهیدان او یو شمېر نور ټپيان شوي

احمد صهيب حسرت

۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۰

Views: ۹

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۵): ځایي سرچینې وایي چې تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم د پکتیکا پر برمل او د کونړ پر نورګل ولسوالیو هوایي بریدونه کړي چې له امله یې درې ملکي وګړي شهیدان او یو شمیر نور ټپيان شوي دي.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبرپاڼه کې راغلي، نن سهار د پاکستان پوځي رژیم د دغه ولایت د نورګل ولسوالۍ پر یوه سیمه هوایي برید کړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په دغه برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي او یو کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

دغه‌راز، په پکتیکا کې یوه ځایي سرچینه وایي چې د پاکستان پوځي رژیم نن سهار وخته د برمل ولسوالۍ په «رخه» او «تورګاندي» سیمو کې دوه تش کورونه په نښه کړي او چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.