ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې یو شمېر ارایشګرې: د سینګارتونونو په تړل کېدو سره له اقتصادي ستونزو سره مخ یو

کابل ښار کې یو شمېر ارایشګرې: د سینګارتونونو په تړل کېدو سره له اقتصادي ستونزو سره مخ یو

author avatar
12 Aug 2023 - 18:58
کابل ښار کې یو شمېر ارایشګرې: د سینګارتونونو په تړل کېدو سره له اقتصادي ستونزو سره مخ یو
author avatar
12 Aug 2023 - 18:58

کابل (پژواک،۲۱ زمری ۱۴۰۲)َ: د ښځینه سینګارتونونو له تړل کېدو وروسته، کابل ښار کې یو شمېر ارایشګرې له اقتصادي ستونزو سره د مخ کېدو خبره کوي او وايي، سرپرست حکومت دې یا دوی ته د کار زمینه برابره کړي او یا دې هم معاش ورکړي.

امر باالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت سږ کال د چنګاښ په ۱۵مه د یوه مکتوب په خپرولو سره وویل چې راتلونکې زمري میاشتې له درېیمې وروسته د ښځینه سینګارتونونو فعالیت بند دی او جوازونه یې اعتبار نه لري.

نن د ښځینه سینګارتونونو له تړل ‌کېدو ۱۸ ورځې تېریږي، یو شمېر دغه ارایشګرې وايي چې له نورو ستونزو ترڅنګ، اوس مجبوره دي چې د تېرو دوو کلونو مالیه یې چې نه ده ورکړې، هغه هم ورکړي.

سارا چې د کابل ښار په کارته چهار کې یې سینګارتون درلود وايي، د شپږ کسیزې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده، د سینګارتونونو فعالیت له بندېدو سره وزګاره او له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده.

هغې زیاته کړه: «ارایشګري هغه هنر و چې له کوچنوالي مې پیل کړ او له همدې هنر سره لویه شوم او ورځني عاید مې شاوخوا پنځه زره افغانۍ کېدل، خو اوس چې زموږ د فعالیت درېدل ۱۵ورځې کېږي، اقتصادي ستونزې مې زیاتې شوي، حیرانه یم چې څه وکړم.»

هغې وویل چې اته نورې همکارانې یې هم اوس له اقتصادي ستونز کړیږي او زیاته یې کړه: «بېکاري او بېوزلي بې‌سرپرسته ښځې مجبوره کوي چې پر سړک لاسي توکي وپلوري او یا هم سوالګرۍ ته مخه کړي.»

نوموړې له سرپرست حکومته غواړي چې ښځینه ارایشګرو په ځانګړې توګه هغوی ته چې د کورنیو سرپرستي ورپه غاړه ده، د حجاب په رعایت کولو سره د کار زمینه برابره کړي.

سارا په ټینګار سره وايي: «د ښځینه ارایشګرو کار درېدلی، حکومت باید موږ سرپرسته ښځو ته د خیاطۍ مرکز او یا د لاسي صنایعو موسسه جوړه کړي.»

یوې بلې ارایشګرې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وویل، لسو ښځو په یوه سینګارتون کې کار کاوه چې او د سینګارتونونو په تړل ‌کېدو سره ټولې بېکاره شوې دي.

هغه له اقتصادي ستونزو شکایت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.

د کابل ښار په قلعه‌نجارها کې یوه ارایشګره فرشته وايي: «په سینګارتون کې مې ټولې کارکوونکې ښځې وې، ټولې زما په شان بې سرپرسته وې چې اوس له زیاتو ستونزو سره مخ یو.»

هغې وویل، د دوکان مالیه یې نه وه ورکړې او اوس د دې ترڅنګ چې فعالیت یې درول شوی، خو د سرپرست حکومت له لوري پرې فشار روړل شوی چې باید مالیه هم ورکړي.

نوموړې له سرپرست حکومته وغوښتل: «حکومت دې موږ ارایشګرو ته د عزت په اډانه کې د کار زمینه برابره کړي او یا دې بېرته د فعالیت پیلولو اجازه راکړل شي او که دا کار هم نه کېږي، نو بیا دې یوه اندازه معاش راته وټاکل شي.»

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو د ښځینه ارایشګرو د یادو غوښتنو په‌ تړاو د حکومت نظر هم واخلي، خو بریالی نه شو.

Views: 125

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.