کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خوست ولایت کې د تېرې ورځې چاودنه غندلې او هغه یې د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ د خوست ښار په يوه هوټل کې چاودنه وشوه چې له امله یې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او اووه نور ټپیان شول.

د دې پېښې د نوعیت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي خو د دغه ولایت مقام په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې پېښه کې وزیرستاني کډوالو او د خوست ښاریانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي دفتر نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې کرزي دغه پېښه پر کلکو ټکو غندلې او دغه «تروریستي عمل» یې بشري ضد جنایت او د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

کرزي په چاودنه کې د قربانیانو کورنیو ته د خواشینۍ مراتب وړاندې کړي دي.