ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي سرچینې: تالقان ښار کې د چاودنې له امله دوه کسان ټپيان شوي

امنیتي سرچینې: تالقان ښار کې د چاودنې له امله دوه کسان ټپيان شوي

author avatar
15 Aug 2023 - 18:46
امنیتي سرچینې: تالقان ښار کې د چاودنې له امله دوه کسان ټپيان شوي
author avatar
15 Aug 2023 - 18:46

تالقان (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۲): تخار کې امنیتي سرچینو د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی او وایي چې په دې پېښه کې دوه ملکي کسان ټپيان شوي دي.

د تخار امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالمبین صافي یوې اعلامیې کې ویلي، نن مازیګر شاوخوا ۴:۳۰ دقیقې د تالقان ښار د دویمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یوه چاودنه شوې چې ځاني تلفات نه لري.

خو نوموړي زیاته کړه چې په دې پېښه کې دوه ملکي کسان په سطحي توګه ټپیان شوي او چاودېدونکي توکي په یوه ویټس موټر کې ځای پرځای شوي وو.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي: «لومړنۍ څېړنې ښيي چې چاودنه د شخصي شخړو له امله شوې، خو د پولیسو څېړنې لا روانې دي.»

خو یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پژواک ته وویل، په دې پېښه کې درې کسان ټپيان شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.