ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډېکر: د افغانستان امریکایي پوهنتون ۲۰۰ افغان محصلین دوحې ته رسېدلي

ډېکر: د افغانستان امریکایي پوهنتون ۲۰۰ افغان محصلین دوحې ته رسېدلي

author avatar
19 Aug 2023 - 13:04
ډېکر: د افغانستان امریکایي پوهنتون ۲۰۰ افغان محصلین دوحې ته رسېدلي
author avatar
19 Aug 2023 - 13:04

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر په قطر کې د افغانستان امریکایي پوهنتون ته د ۲۰۰ افغان محصلینو د رسېدو خبر ورکړی دی.

د وړم ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د افغانستان امریکایي پوهنتون خپل فعالیت وځنډاوه او اوسمهال دغه پوهنتون د قطر پلازمېنه دوحه کې فعاليت کوي.

مېرمن ډېکر تېره شپه ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه د قطر پلازمېنې دوحه کې د امریکایي پوهنتون دننه د یادو محصلینو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې افغانان عصري زده‌کړو ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړې، امریکا اوس هم د افغانستان دننه او د سیمې په هېوادونو کې د سلګونو محصلینو ملاتړ کوي.

سرپرست حکومت تېر ۱۴۰۱ لمریز کال په وري میاشتې کې لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې او بیا یې د همدغه کال د لېندۍ په ۲۹مه په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې هم تر ثاني امر پورې وځنډولې.

Views: 235

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.