بامیان (پژواک،۳۰ زمری ۱۴۰۲): بامیان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د بامیان د امنیي قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه ۲۰ کلن ځوان ځان راځوړند کړی او مړ شوی دی.
هغه زیاته کړه چې دغه پېښه پرون د بامیان ولایت د مرکز په «ریکشاد» کلي کې شوې ده.
نوموړي دغه راز وویل، د یادې ځانوژنې لامل تر اوسه نه دی معلوم خو د جنایي جرمونو پر وړاندې د امنیې قوماندانۍ د مبارزې مدیریت د پېښې د ځای آمریت سیمه څېړلې او د یاد ځوان مړی یې د لا زیاتو پلټنو په موخه ولایتي روغتون ته لېږدولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ځانوژنه د اسلام له نظره لوه ګناه ده او څوک باید د ژوند د حلېدونکو ستونزو له امله پر داسې ناوړه کار لاس پورې نه کړي او د دې لویې ګناه مرتکب نه شي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن