[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۲): د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ادعا کړې چې سعودي ځواکونو د افریقایي هېواد ایتوپیا هغه سلګونه پناهغوښتونکي وژلي چې غوښتل یې د یمن له لارې دغه هېواد ته داخل شي.
د ډیوه راډیو د خبر له مخې، دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) په خپل کلني راپور کې ویلي، دغه وژنې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال له جون میاشتې تر ۲۰۲۳ کال جون میاشت پورې شوې او زیاته کړې یې ده چې دا د انسانیت خلاف جرم ګڼل کېدای شي.
دغه نړۍوال سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې اړه پلټنې وکړي.
په دې راپور کې ویل شوي، د سعودي عربستان سرحدي ځواکونو د پناهغوښتونکو کډوالو د وژنې لپاره له چاوېدونکو وسلو کار اخیستی او پر کډوالو یې له نږدې هم ډزې کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان ویلي، سعودي پر لوبو د میلیاردو ډالرو پانګونې سره له دغو کړنو څخه د نړۍ توجه نه شي لرې کولی.
د سعودي عربستان حکومت تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې دا ډول خبرونه رد کړي وو.
[/restrict]
Views: 71
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن