ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې په تېرو دوو میاشتو کې لسګونه میله وسلې او ګڼ نظامي تجهیزات نیول شوي

خوست کې په تېرو دوو میاشتو کې لسګونه میله وسلې او ګڼ نظامي تجهیزات نیول شوي

author avatar
23 Aug 2023 - 14:42
خوست کې په تېرو دوو میاشتو کې لسګونه میله وسلې او ګڼ نظامي تجهیزات نیول شوي
author avatar
23 Aug 2023 - 14:42

خوست‌ښار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د خوست امنيه قومانداني وايي چې منسوبينو یې د تېرو دوو میاشتو په لړ کې لسګونه سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.

د خوست امنيې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدير مولوي محمدرسول وطن‌مل خبريالانو ته وويل چې په تېرو دوو مياشتو کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو يو لړ کشفي او تصفيوي عمليات وشول.

هغه زیاته کړه چې د یادو عملياتو په ترڅ کې ۳۰ بېلابېل ډول وسلې، زرګونه د کلاشينکوف او پيکا مرمۍ، څلور د شپې دوربينونه او نور ګڼ تجهيزات نيول شوي دي.

د وطنمل په خبره چې له يادو وسلو او تجهيزاتو سره په تړاو ۲۲ کسان هم نيول شوي چې د دوسيو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د سرچینې په وینا چې په دې برخه کې د دوی هڅې جدي دي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې فساد او ناامنۍ ته لمن ووهي.

هغه دغه راز له خلکو هم وغوښتل چې د بيت‌المال په راټولېدو کې د خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ ودريږي او څوک پرې نه ږدي چې ناوړې کړنې ترسره کړي.

وطنمل له خلکو وغوښتل چې ناقانونه وسلې دې نه ګرځوي او د امنيت په ټينګښت کې دې له دوی سره همکاري وکړي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.