جلالباباد (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار په روداتو او چپرهار ولسواليو کې د کليو پراختيا او کرنې رياستونو له خوا د څه باندې ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د ۲۵ رغنيزو پروژو چارې بشپړې شوې.
په دغو پروژو کې د سړکونو، پلچکونو، سربندونو، کانالونو او د حيواناتو د يوه کلينیک جوړېدو چارې شاملې دي.
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رييس مولوي قسمتالله مبارز د وږي په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه رياست تر چتر لاندې د ډاکار يا له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمېټې په همکارۍ ۲۳ پروژې بشپړې شوې.
دى وايي، دغه پروژې د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د ۱۲ سيمهييزو شوراګانو له خوا د دغو شوراګانو د ستونزو او غوښتنو پر بنسټ پلې شوې دي چې ۲۱ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د نوموړي په خبره، په یادو پروژو کې ۱۳ کیلومتره سړک، ۵۷ پلچکونه، دوه سربندونه، د ۱۰۶ کیلومتره کانالونو پاکول، ۱۲۰ متره کانالونه اساسي جوړول او یو کیلومتر استنادي دېوالونه شامل دي.
د يو بل خبر له مخې، د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې هم د ۱۵ زره او ۵۰۰ ډالرو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وياند اجمل سبحاني پژواک ته وويل چې د چپرهار ولسوالۍ په ماڼو او سپین جومات کلیو کې د ۱۵ زره او ۵۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت د مالدارانو د ستونزو هواري په موخه يو حیواني کلینیک او د څارویو خوراکي توکو لپاره ځای جوړ شول.
هغه زیاته کړه چې دغه حیواني کلینیک او د څارویو خوراکي توکو زېرمه کولو لپاره ځای د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې له خوا جوړ شوي چې له دې وروسته به د دې ولسوالۍ مالدار د خپلو څارويو درملنه په اسانۍ او وړيا ډول کوي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک حکم خان دولتزي له پژواک سره خبرو کې د دغو دوو مرکزونو جوړېدل د يادې ولسوالۍ خلکو لپاره ډېر ګټور ياد کړل.
هغه ووي: «چپرهار للمي ولسوالۍ ده، کروندګر يې د اوبهخور او څارويو ساتنې لپاره ډېرې اوبه نه لري، همدغه وچکالي ډېر کله څاروي مريضوي او بيا تلف کېږي، دا کلينیک به وکولای شي د څارويو درملنه ژر وکړي او خلک به له زيانه وژغول شي.»
د کرنې رياست مسوولين وايي، هڅه کوي په ټولو هغو ولسواليو کې چې حيواني کلينیکونه نه لري، د مرستندويه ادارو په مرسته کلینیکونه جوړ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP