کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت د لومړي مرستیال ناظمجان خالمرادوف په مشرۍ کابل ته د دغه هېواد د ۳۰ کسیز سوداګریز پلاوي له را رسېدو خبر ورکوي.
دغه وزارت نن شنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت د لومړي مرستیال ناظمجان خالمروادف په مشرۍ د دغه هېواد یو ۳۰ کسیز پلاوی کابل ته رسېدلی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې د یاد پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا، ټکنالوجۍ، خوراکي توکو، نفتو او محصولاتو برخو کې د سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او پانګونې پیاوړتیا ده او دواړه لوري به پر تخنیکي بڼه خبرې وکړي.
دغهراز اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرتالله جمال کابل ته د دغه پلاوي د راتلو هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان اسلامي امارت د پانګونې او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا برخو کې له ازبکستاني لوري سره هر ډول همکارۍ ته چمتوالی لری.
Views: 60
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن