ژبه

د تسنیم خبري اژانس فوټو خبریال محمدحسین ولایتي د ایران سفارت ته وسپارل شو

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۲): د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي چې محمدحسین ولایتي د دې رسنۍ یو فوټو خبریال تېره شپه په کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی دی.

دغه خبري اژانس نن سهار یوه راپور کې د یاد فوټو خبریال د ازادېدو خبر ورکړی و او زیاته کړې وه، هیله ده چې ډېر ژر به ایران واستول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان پر اېکس‌پاڼه د تسنیم خبري اژانس د عکاس محمدحسین ولایتي د خوشې کولو لپاره د ډیپلوماتیکو هلوځلو خبر ورکړی و.

د راپورنو له مخې، د تسنیم خبري اژانس عکاس تېره اونۍ د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا ایران ته د بېرته تلو پر مهال نیول شوی و.

login or register a new account.