Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې یو ماشوم له انسان‌تښتوونکو وژغورل شو

مزارشریف (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۲): بلخ کې حکومتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو یو ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.

د بلخ ولایت مقام ویاند عطاءالله حاجي زید پژواک ته وويل، تېره ورځ یوه بجه د بلخ مرکز مزارشریف ښار دویمې حوزې په مربوطاتو کې د عدنان په نوم يو ماشوم د انسان‌تښوونکو له لوري تښتول شوى و.

زید زیاتوي، چې د بلخ ولایت د استخباراتو ریاست ځواکونو تېره شپه یاد ماشوم د یو لړ مهمو عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت دهدادي ولسوالۍ شېراباد سیمه کې ژغورلى او خپلې کورنۍ ته يې سپارلى دى.

هغه وايي چې د يادې پېښې په تړاو څلور کسان نيول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.