ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد: د ا.ا.ا په ګومارنو کې توپیري چلند نه کوي

راشد: د ا.ا.ا په ګومارنو کې توپیري چلند نه کوي

author avatar
29 Aug 2023 - 16:03
راشد: د ا.ا.ا په ګومارنو کې توپیري چلند نه کوي
author avatar
29 Aug 2023 - 16:03

ګردېز (پژواک، ۷ وږى ١٤٠٢): د پکتیا یو شمېر ځوانان نیوکه کوي چې حکومت د ا.ا امارت له کسانو پرته نورو ته دندې نه ورکوي خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو مرستیال وایي، داسې کوم توپیري چلند نه کېږي، دوی داسې پالیسي لري چې ټول خلک په حکومت کې ځان وویني.

دغه څرګندونې نن د پکتیا مرکز ګردېز کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا «د ځوانانو د روښانه راتلونکي فرصتونه» تر نامه لاندې جوړې شوې غونډه کې چې شاوخوا ۴۰۰ ځوانانو په کې ګډون درلود، وشوې.

د ياد سمينار يوه ګډونوال جمعه‌نور نوري وويل چې له پوهنتونونو تازه فارغ ځوانان له نامعلوم او ګونګ برخليک سره مخ دي؛ ځکه په يو شمېر بستونو کې د کار حق نه ورکول کېږي او پر ځای يې په خپله د اسلامي امارت کسان  پر دندو ګومارل کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «ټولو هغو ځوانانو ته چې عالي تحصيلات يې کړي وي او په  ځانګړو برخو کې استعداد ولري، بايد پرته له کوم توپيره دندې ورکړل شي او ګټه ترې واخيستل شي.»

د نوري په خبره، ډېر ځوانان د کاري فرصتونو نشتوالي له امله نورو هېوادونو ته ځي او زیاتوي، که چېرې دغه حالت دوام وکړي، نور ځوانان به هم هېواد پرېږدي.

د ياد سیمينار يوه بل ګډونوال نيازمحمد احمدي وويل، د پکتيا ځوانانو ته په ډېرو برخو کې هيڅ پاملرنه نه ده شوې او حکومت ته په کار ده چې د سالم مصروفیت پیدا کولو برخه کې مرسته ورسره وکړي.

نوموړي وويل: «د پکتيا ځوانانو ته په تېرو دوو کلونو کې هيڅ کار نه دی شوی، موږ د ځوانانو لپاره هيڅ کومه ځانګړې پروژه او کوم ځانګړی پروګرام نه دی ليدلی چې ګټه یې راته کړې وي، حال دا چې په يو شمېر ولايتونو کې د ځوانانو لپاره ځينې برنامې پلې کېږي.»

هغه زیاته کړه چې ځوانانو ته بايد د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه، د کمپيوټر او نورو علومو ځانګړي پرګرامونه تطبیق او په ټوله کې د ځوانانو د بې‌روزګارۍ د له ‌منځه وړو لپاره کار وشي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معين قاري محمديونس راشد په خپلو خبرو کې وويل چې د يو شمېر ځوانانو غوښتنې او وړانديزونه معقول دي او دوی يې هم د حل په لټه کې دي.

نوموړي زیاته کړه: «دولت د هيچا د تعليم مخه نه نيسي او نه هم کوم داسې توپيري چلند کوي چې ټول د خپلو ليکو کسان پر دندو وګوماري؛ دولت پاليسي لري چې داسې حکومت ولري چې ټول خلک خپل ځانونه په کې وويني.»

د اطلاعاتو کلتور وزارت د ځوانانو معين دغه راز وویل چې اسلامي امارت تازه واک ته رسېدلی او پر وړاندې يې ستونزې او مسايل ډېر دي، ځيني يې حل شوي او نور هم په تدريجي ډول د حل کېدو په حال کې دي.

د راشد په خبره، په پام کې ده چې د پکتيا ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د حرفوي او تعليمي زده‌کړو زمينه برابره شي چې یو هم د یوه مجهز کمپوټر لب جوړول دي چې ځوانان به وړیا زده‌کړې په کې کوي.

معين دا هم وويل چې ځوانان دې بهر ته د تلو زړه نه ښه کوي، په هېواد کې دننه اقتصادي حالت مخ پر ښه کېدو دی او ټولو ته د سالم مصروفيت زمينه برابريږي.

Views: 69

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.