ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوې افغان مېرمنې سویډن کې د سولې نړۍواله جایزه وګټله

یوې افغان مېرمنې سویډن کې د سولې نړۍواله جایزه وګټله

author avatar
29 Aug 2023 - 17:10
یوې افغان مېرمنې سویډن کې د سولې نړۍواله جایزه وګټله
author avatar
29 Aug 2023 - 17:10

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۲): د پوهنتون پخوانۍ استادې نرګس مومند حسنزۍ، سوېډن کې د سولې نړۍواله جایزه ترلاسه کړه، هغه وايي، هغو نجونو ته یې ډالۍ کوي چې له تېرو دوو کلونو یې د ښوونځي دروازې پر مخ تړل شوې دي.

نرګس مومند حسنزۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاده وه او هېواد کې له سیاسي تحول وروسته جرمني ته کډواله شوې ده.

دې نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې له افغان مېرمنو څخه د ملاتړ او د هغوی د غږ پورته کولو په پار یې تېره ورځ د سوېډن د سولې نړۍواله جایزه (World Peace Award) وګټله.

د مومند په وینا، یاده جایزه د سولې په برخه کې داسې یوې نړۍوالې ادارې ورکړې چې د نړۍ ۶۰ بشري سازمانونه په کې ګډ کار کوي.

د هغې په خبره، دا جایزه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د سولې، زده‌کړو او بیان ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

مومند وايي: «دا جایزه مې د افغانستان ټولو هغو نجونو ته ډالۍ کړې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د ښوونځي دروازې نه دي لیدلي.»

هغه وایي: «له یادې نړۍوالې ادارې مې له هېوادوالو سره د بشري مرستو، افغان نجونو ته د زده‌کړو بورسیو، د فوټبال له نړۍوالې ټولنې (فیفا) څخه د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په رسمیت پیژندنې او په اروپا کې مېشت کډوالو ته د ژوند اسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.»

هغه زیاتوي چې دا جایزه سږ کال دې او د بېلابېلو هېوادونو څلورو نارینه‌وو ته ورکړل شوه.

[/restrict]

Views: 313

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.