ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار شاوليکوټ اوسېدونکي: حکومت دې زموږ روغتیايي ستونزو ته رسېدنه وکړي

د کندهار شاوليکوټ اوسېدونکي: حکومت دې زموږ روغتیايي ستونزو ته رسېدنه وکړي

author avatar
1 Sep 2023 - 09:01
د کندهار شاوليکوټ اوسېدونکي: حکومت دې زموږ روغتیايي ستونزو ته رسېدنه وکړي
author avatar
1 Sep 2023 - 09:01

کندهار (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۲): د کندهار د بر او کوز شاوليکوټ ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي پوره روغتيايي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او د عامې روغتیا له ریاسته غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.

د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ د کجور سیمې اوسېدونکي میرزامحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی په سیمه کې یوازې یو روغتيايي مرکز دی چې هغه هم په کرايي کور کې فعالیت کوي.

هغه زیاتوي، که څه هم په سیمه کې یې یو روغتیايي مرکز دی خو امکانات او خدمات یې محدود دي.

د کجور سیمې یو بل اوسېدونکی حضرت‌محمد په دې اړه وایي: «له موږ څخه کلینیک تقریباً دوه ساعته لرې دی، نو هلته چې هم ورشو، د هر مریض لپاره دوا یا نور امکانات نه لري نو موږ ته باید یو مجهز کلینیک یا روغتون جوړ شي.»

دی زیاتوي، په دې سیمه کې باید د میندو لپاره یو ځانګړی کلینیک وي څو ناروغان اړ نه شي چې د درملنې لپاره د ولایت مرکز او یا نورو سیمو ته ولاړ شي.

دغه راز د شاولیکوټ ولسوالۍ د خرتوت سیمې اوسېدونکی سید غلام وايي: «زموږ د سیمې کلینیک له موږ ډېر لرې دی، بل د ښځو لپاره روغتیايي خدمات ډېر کم وي؛ کله ډاکټره وي کله نه وي، نو موږ مجبور یو چې ښار ته ناروغ ورسوو.»

روغتیايي چارواکي هم وايي، د شاولیکوټ ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې د کلینیکونو اړتیا تاییدوي او وايي، دوی له همکارو موسسو سره په اړیکه کې دي چې هلته روغتیايي خدمات ډېر کړي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر عبدالمنان وایي، که څه هم د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۲ کلینیکونه اوس مهال موجود دي خو د شاولیکوټ ولسوالۍ اکثره کلي له یو بله لرې دي نو ځکه ځيني کورنۍ کلینیکونو ته رسېدنه نه شي کولی.

د هغه په وینا، د شاولیکوټ په کجور سیمه کې یو نوی روغتیايي مرکز جوړ شوی چې په راتلونکې اونۍ کې به پرانیستل شي.

هغه زیاته کړه: «د کلینیکونو غوښتنې ډېرې دي او په شاولیکوټ کې هم اړتیا شته، موږ له همکارو موسسو سره په اړیکه کې یو، هغوی سروې کوي، چېرې چې اړتیا وي، هلته دوی ګرځنده روغتیايي ټیمونه ګوماري، نو تر اوسه دا سروې بشپړه شوې نه ده چې بشپړه شي، په هره سیمه کې چې اړتیا ډېره وي، روغتیايي ټیمونه به خپل فعالیت هلته پيل کړي.»

د یادونې ده، په هېواد کې تېرو اوږدو جګړو د نورو برخو ترڅنګ د روغتيا پر سکټور هم منفي اغېزه کړې او د ډېرو سیمو خلک معیاري روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.