ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ندیم: له تحصیلي نظامه د سیاسي استفادې اجازه چا ته نه ورکوو

ندیم: له تحصیلي نظامه د سیاسي استفادې اجازه چا ته نه ورکوو

author avatar
4 Sep 2023 - 10:30
ندیم: له تحصیلي نظامه د سیاسي استفادې اجازه چا ته نه ورکوو
ارشیف
author avatar
4 Sep 2023 - 10:30

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شيخ نداءمحمد نديم وایي، په هیڅ وجه نه ځان او نه هم نورو ته د دې اجازه ورکوي چې په هېواد کې له تحصیلي نظامه سیاسي استفاده وکړي.

لوړو زده‌کړو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره ورځ په ټولو دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د محصلینو د دیني معلوماتو لوړاوي په موخه د عباداتو، اخلاقیاتو او معاملاتو درسونه پیل شول.

د یاد وزارت سرپرست وزیر شيخ نداءمحمد نديم د یادو درسونو د پيل په مراسمو کې ویلي، د دغو درسونو موخه سیاسي نه، بلکې یوازې د محصلینو دیني اړتیاوې پوره کول دي.

هغه ویلي، په هیڅ وجه نه ځان او نه هم نورو ته د دې اجازه ورکوي چې په هېواد کې له تحصیلي نظامه سیاسي استفاده وکړي.

د یاد وزارت معلوماتو له مخې، په یادو درسونو کې عقیده، عبادات، معاملات، اخلاقیات، فکري پوهنه، ادیان، قران او معاصر علوم، د اسلام سیاسي، اقتصادي، اداري او ټولنیز نظامونه او د اسلامي تمدن مضمونونه شامل دي چې په مختلفو سمسټرونو کې به محصلینو ته تدریس کېږي.

یاد وزارت ویلي، د یادو درسونو لپاره یې ۹۰ تجربه لرونکي علما او استادان په افتخاري ډول ګومارلي چې محصلین د خپلو تخصصي زده‌کړو ترڅنګ په سالمه فکري او عقیدوي مفکوره وروزل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.