Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار په کوټ کې د شپږنيم ميليون افغانيو په لګښت اووه رغنيزې پروژې بشپړې شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ کې د کليو بيارغونې او پراختيا رياست له لوري د شپږ نيم ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې ۷ پروژې بشپړې شوې.

مسوولين وايي، په دغو پروژو کې د استنادي ديوالونو، سړکونو، کانالونو او د يو برېښنا کوټ جوړول شامل دي.

د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رييس مولوي قسمت‌الله مبارز د وږي په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت کوټ ولسوالۍ کې د شپږ نيم ميليون افغانيو په لګښت اووه رغنيزې پروژې بشپړې شوې.

هغه زياته کړه: «د کوټ ولسوالۍ په کلاګۍ، ګنج کلي، اخندزادګان، سعادت مند، میراخېل او تنګي کلي کې د یونپس ادارې په شپږ نيم میليونه افغانۍ مالي لګښت او ډاکار مؤسسې په همکارۍ اووه پروژې بشپړې شوې.»

د مولوي مبارز په وينا، په دغو پروژو کې ۳۲۵ متره استنادي ديوالونو، ۲ کيلومټره فرعي سړک، ۵۰۰ متره کانال او د ۱۵ کيلوواټو په ظرفيت د يوه برېښنا کوټ جوړول شامل دي.

هغه وايي، په دغو پروژو کې پنځه زره ماهرو او غیرو ماهرو کارګرو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه او سلګونه کورنۍ ترې اوس ګټه پورته کوي.

د دې سيمې اوسېدونکي هم د دغو پروژو پلي کېدو ته خوښ دي.

د سيمې يو اوسېدونکي ايازالله وايي: «د دې سیمې خلکو ته په ریښتیا هم تر دې دمه هیڅ خدمات نه و شوی دا چې اوس ورته د بیارغونې کارونه شروع شوي ولس خوښ دى.»

د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسوولين وايي، د دغه ولايت نورو ولسواليو کې هم د مختلفو ادارو په همکارۍ د بيارغونې ګڼې پروژې تر کار لاندې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.