ژبه

هېواد کې د پولیو واکسین د تطبیق دویم پړاو کمپاین پیل شو

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې نن په هېواد کې د روان میلادي کال د پولیو واکسین د تطبیق دویم پړاو کمپاین پیل شو.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه کمپاین په لړ کې به د مې له ۱۸مې تر ۲۱مې پورې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.

خبرپاڼه زیاتوي، یاد ۲۰ ولایتونه د هېواد په مرکزي، جنوبي، ختیځې، لوېدیځې، سوېل‌ختیځې، شمالي او شمال‌ختیځې حوزو کې موقعیت لري.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، په کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو کې به د پولیو واکسین کمپاین د مې له ۱۹مې تر ۲۲مې پورې تطبیق شي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د دغه کمپاین د پیل په مناسبت ویلي: «عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ وحشي ویروس مهار کړي.»

هغه زیاته کړې: «موږ هڅه کوو د پولیو واکسین کمپاینونه او بشپړوونکي روغتیايي خدمات دوامدار وساتو، څو خپل هدف، یعنې په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ بشپړ له منځه وړل، ترلاسه کړو.»

نوموړي له دیني عالمانو، قومي مشرانو، والدینو او د ټولنې له نورو اغېزناکو کسانو غوښتي چې د واکسیناتورانو ملاتړ وکړي.

د یادونې ده، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاج‌الدین ایوالي د روان کال د مې په پنځمه ویلي وو چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۱۲ میلیون ماشومانو د پولیو واکسین ترلاسه کړی دی.

ورته موضوع