کندهار (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د کندهار په مرکز کې نن سهار د تېلو کوچني ټانکر د چاودنې له امله یو کس ژوند له لاسه وکړی دی.
د پېښې عیني شاهدانو پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه د دغه ښار درېیمې حوزې اړوند ښکاپر د روازې سړک پر غاړه هغه مهال رامنځته شوې چې د روحالله په نوم یو فلزکار د تېلو یوه ټانکر پر ترمیم لګیا و.
د سیمې یوه هټۍوال ندامحمد پژواک ته وویل، دوی په خپله هټۍ کې وو چې د چاودنې غږ يې واورېده او په وینا يې د روحالله په نوم یو فلزکار مړ شوی او د هغه یو شاګرد ټپي دی.
د کندهار مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 151
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن