لومړی تعقیب- جلال اباد (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار چارواکي وايي چې د تورخم دروازه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شوې نښته کې مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نښته نن شوې ده.
هغه زياته کړه چې ډزې لومړی د پاکستاني پوځیانو له خوا وشوې، وروسته افغان ځواکونو هم په ځوابي ډزو لاس پورې کړ.
دی وايي، د دواړو لورو چارواکي له دې نښتې خبر دي او هڅه کوي عوامل په ګوته کړي او په راتلونکي کې د داسې پېښو د تکرار مخنيوی وکړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر صديقالله قريشي بدلون وويل، د دغه برید له امله مرګژوبله هم اوښتې خو تر اوسه یې کره شمېرې نه دي په ډاګه شوې.
دی وايي، د دې نښتې له امله د تورخم لار هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
په تورخم کې يوه کراچۍوان هم پژواک ته د نوم نه خپرېدو په شرط وويل چې لومړی پاکستاني لوري ډزې وکړې او وروسته افغان لوري غبرګون وښود.
هغه زياته کړه: «له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې وې چې ډزې شوې خو عامو خلکو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.»
پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1428
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن