کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۲): افغان او چیني چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ په «واخان دهلیز» کې د تګ راتګ لپاره د لارې پر پرانیستلو او له دې لارې افغانستان ته د فایبر نوري مزي پر غځولو خبرې کړې دي.
واخان د افغانستان بدخشان ولایت ولسوالي او غرنۍ سیمه ده چې د منځنۍ اسیا په زړه او د افغانستان په شمالختیځ برخه کې د شمال له خوا د پامیر، د سوېل له خوا د قراقروم او د لوېدیځ له خوا د هندوکش غرونو په منځ کې واقع شوې، دا سیمه د واخان دهلېز یا درې په نوم د افغانستان د خاورې یوه نرۍ تړانګه ده چې سوېلي اسیا او مرکزي اسیا سره نښلوي او په همدې برخه کې افغانستان له چین سره ۹۶ کیلومتره پوله لري.
د چین پلازمېنه بېجینګ کې د افغانستان سفارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه سفارت سرپرست سید محیالدین سادات د چین بهرنیو چارو وزارت د سرحدونو او سمندرونو چارو له رئیس وانګ ټینشیان او د قونسلي چارو د ریاست له مرستیال وو ډیمین سره جلا جلا لیدنې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې په دغو لیدنو کې د افغانستان او چین ترمنځ په واخان دهلیز کې د تګ راتګ لپاره د لارې پر پرانیستې، د سرحدي مسایلو په ښه مدیریت او له یادې لارې افغانستان ته د فایبر نوري مزي پر غځولو ابتدايي خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې سادات د چین د قونسلي ریاست له مرستیال سره په هغه هېواد کې د افغان بندیانو په تړاو، د افغان سوداګرو پر حقوقي دعوو، افغان سوداګرو ته د ویزو د پروسې پر لا اسانولو او ګڼو نورو قونسلي موضوعاتو تفصیلي خبرې کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دواړو لورو په اړونده چارو کې د ممکنه همکارۍ او لا پرمختګ هیله څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي هم شاوخوا اته میاشتې مخکې ویلي وو چې واخان دهلیز یا د ورېښمو تاریخي لاره د افغانستان او چين تر منځ د سوداګرۍ پیاوړتیا لامل کیدای شي.
هغه ويلي وو: «د چین ولسي جمهوریت له مشرتابه غواړو، لکه څرنګه چې د سيپک او د کمربند او لارې پروژې پیل او پلي کوي، د چین او افغانستان تر منځ د واخان دهلیز په رامنځته کولو کې دې هم ګام اوچت کړي او په دې برخه کې دې له افغانستان سره همکاري وکړي.»
Views: 1146
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن