بامیان (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست بامیان ولایت د سفر پر مهال یوه غونډه کې ویلي چې له هیچا د انتقام اخیستو فکر نه لري او د نړۍ لپاره یې د تعامل دروازه پرانیستې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه خبرې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې، نن په بامیان کې د چارواکو، قومي مشرانو او عامو خلکو جوړه شوې غونډې ته کړې دي.
په دغه غونډه کې سراجالدین حقاني ویلي چې افغانانو له پېړیو راهیسې د اشغالګرو پر وړاندې مقاومت کړی او بریالي شوي، خو له بریالیتوب سره سره یې د نظام د ټینګښت برخه کې بشپړه کامیابي نهده تر لاسه کړې.
هغه زیاته کړې: «موږ او تاسې په هغه پړاو کې یو چې د نظام د استحکام ستر او ستونزمن مسوولیت را ترغاړې دی، زموږ هیچا ته انتقامي فکر نه شته او د نړۍ لپاره مو هم د تعامل دروازه پرانیستې ده.»
حقاني چې نن سهار یې د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه بامیان ولایت ته سفر کړی، د دغه ولایت د خلکو یووالی یې د افغانانو لپاره یوه غوره بېلګه او سمبول بللی دی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې: «زموږ پر خلکو د بېاتفاقۍ لپاره ډېر کار وشو چې افغانستان په قومونو، مذهبونو، سمتونو، رنګ او نورو نقطو ووېشي؛ مګر دا خلک په اعتقادي وحدت ټینګ پاتې شول او په سیمه کې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې مذهبي او قومي تفاوت د جنګ جګړې او اختلاف سبب نه دي ګرځېدلي، بلکې د متنوع او متوازنې ټولنې د جوړېدو باعث شوي دي.»
حقاني ویلي، د بامیان د خلکو ستونزې یې واوریدې او ژر به یې د حل په موخه هڅې وکړي او تر رهبرۍ پورې به یې ورسوي.
په غونډه کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي ویلي چې په بامیان کې مذهبي توپیرونه نشته او شعیه او سني هېودوال په مینه او یووالي کې ژوند کوي.
سرحدي زیاته کړې: «له ډېرو قربانیو وروسته متحد شوي یو، نور مو دښمن باید په ډلو او ټپلو و نه وېشي، په بامیان کې د مذهبي توپیرونو پر ځای د شیعه او سني مذهبونو ترمنځ د مینې او محبت فضا ده او د دواړو مذاهبو پیروان په یوه جومات کې لمونځ او د یووالۍ په فضا کې ژوند کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني له دې مخکې یو شمېر نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي او خلکو ته يې د هغوی د ستونزو د هواري ډاډ ورکړی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن