ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سریلانکا په اسیایي جام سیالیو کې پاکستان ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته ولاړ

سریلانکا په اسیایي جام سیالیو کې پاکستان ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته ولاړ

author avatar
15 Sep 2023 - 03:27
سریلانکا په اسیایي جام سیالیو کې پاکستان ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته ولاړ
author avatar
15 Sep 2023 - 03:27

کابل (پژواک ٢٣ وږی ١٤٠٢): د کرکټ اسیایي جام سیالیو په لړ کې سریلانکا پاکستان ته په ماتې ورکولو پای لوبې ته ووتلو او پاکستان له دې سیالیو بهر شو.

د سریلانګا او پاکستان ترمنځ دا لوبه په کولمبو ښار کې ترسره شوه، ددې  لوبې پچه پاکستان  وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

دغه لوبه د باران ورېدو له امله ناوخته پیل شوه چې د “DSL”  قانون له مخې لوبه ٤٢ اوورونو ته راښکته شوه.

پاکستان په ٤٢ اوورونو کې د ٧   لوبغاړو په سوځېدو سره سریلانکا ته د ٢٥٢ منډو هدف ورکړ.

د پاکستان له لوري محمد رضوان تر ټولو ډېرې ٨٦ منډې جوړې کړې.

دغه راز  د سریلانکا له لوري ځوان لوبغاړي متیشا پتیرانه تر ټولو ډېرې ٣ وېکټې واخیستې.

په ورته وخت کې د سریلانکا لوبډلې دغه هدف په وروستي توپ د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او دغه لوبه یې وګټله او په دې توګه یې د اسیا جام سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د یادونې ده چې پاکستان تېر لوبه هم له هنده په ستر توپیر  بایللې وه  او په نننۍ بایللو سره له دې جامه ووت.

د هند او سریلانکا ترمنځ به د اسیا جام پای لوبه د سپټمبر په ١٧مه ترسره شي.

 

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.