Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د یوې بهرنۍ موسسې ۱۸ بهرني او افغان کارکوونکي نیول شوي

غور کې د یوې بهرنۍ موسسې ۱۸ بهرني او افغان کارکوونکي نیول شوي

author avatar
16 Sep 2023 - 02:50
غور کې د یوې بهرنۍ موسسې ۱۸ بهرني او افغان کارکوونکي نیول شوي
author avatar
16 Sep 2023 - 02:50

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۲): د نړۍوال مرستندوی ماموریت (IAM) په نوم یوې موسسې ویلي چې د ځایي امنیتي کسانو له خوا یې ۱۸ افغان او بهرني کارکوونکي نیولي دي.

دې موسسې د وږي په ۲۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لومړی د روانې سپټمبر میاشتې په درېیمه نېټه دوه افغان او یو بهرنی کارکوونکي یې د امنیتي کسانو له خوا ونیول شول.

https://iam-afghanistan.org/ps/%d9%be%d9%87-%d8%ba%d9%88%d8%b1-%da%a9%db%90-%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%b1%da%a9%d9%88%d9%88%d9%86%da%a9%d9%88-%d8%af-%d8%aa%d9%88%d9%82%db%8c%d9%81-%d8%a7%d9%88-%d9%88%d8%b1%d9%88%d8%b3%d8%aa%db%8c%d9%88/

سرچینې زیاته کړې چې د دغو کسانو  له نیول کېدو وروسته ۱۵ نور افغان کارکوونکي په دې وروستیو کې له همدغه دفتره نیول شوي او ټول ۱۸ کسان اوس کابل ته لېږدول شوي دي.

نړۍوال مرستندوی ماموریت زیاته کړې: «زموږ د همکارانو روغتیا او امنیت زموږ لپاره ډېره مهم دي، موږ د هغوی خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو او د چټک خلاصون او خوندي لپاره هره ممکنه هڅه کوو.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی خپل ماموریت ته ژمن پاتې کېږي؛ په افغانستان کې نه ستړې کېدونکی کار کوي څو د خلکو اړینو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي او د یو عادلانه او سوله‌ییز افغانستان جوړولو لپاره هڅه کوي.

د سرچینې په خبره، له ۱۹۹۶ زېږدیز کال راهیسې یې په ټول افغانستان کې د ژوند په بدلون او د ټولنو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولي دی؛ یوازې په تېره لسیزه کې IAM د خپلو هڅو له لارې په افغانستان کې له څه باندې ۴،۲ میلیون خلکو سره مرستې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې دوی په یاده موده کې د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د روغتیا، ښوونې او روزنې او ټولنې پراختیا برخو کې لګولي دي.

بلخوا د غور ولایت مقام ویاند عبدالواحد حماس بیا وايي چې استخباراتو د یوې بهرنۍ موسسې ۲۱ کارکوونکي نیولي دي.

هغه رسنیو ته ویلي، په نیول شوو کې یوه امریکايي ښځه هم شامله ده او دا کسان د "عیسوي مذهب د تبلیغ او ترویج" په تور نیول شوي دي.

د حماس په وینا، په نیول شوو کې ۱۴ نارینه او ۷ ښځې هم شاملې دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.