Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګوټریش: رښتینې سوله هغه مهال شونې ده چې د نړۍ د ټولو وګړو انساني حقونه پر ځای شي

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، سوله په کلي، سیمه او نړۍ کې تر برید لاندې ده او رښتینې سوله هغه مهال ټینګېدای شي چې د نړۍ د ټولو وګړو انساني حقونه پر ځای شي

د سپټمبر ۲۱مه د سولې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، انټونیو ګوټرېش د همدې ورځې په مناسبت د اتریش پلازمېنه ویانا کې ویلي، دا هغه ورځ ده چې ملګري ملتونه د ۲۴ ساعتونو لپاره په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کوي او تمه کوي چې یوه ورځ نړۍ کې د تاوتریخوالي د پای شاهد و اوسي.

هغه ویلي، رښتینې سوله هغه مهال شونې ده چې د نړۍ د ټولو وګړو انساني حقونه پر ځای شي.

هغه زیاته کړې، د سولې نړۍواله ورځ په داسې حال کې نماځل کېږي چې روان کال د سیاسي، اقتصادي ټولنیزو او اقلیمي ستونزو له امله تر بل هر وخت ډېر خلک د خپل کور کلي پرېښودو ته اړ ایستل شوي دي.

هغه زیاتوي چې اورلګېدنې، سېلابونه، د ځمکې د تودوخې ډېرېدل، غربت، نابرابري، بې انصافي، بې باوري، تعصب او توپیرونه هغه لاملونه دي چې سوله ګواښي.

هغه ویلي: «سوله یوازې د حکومتونو مسوولیت نه دی، سوله په ټولو پورې اړه لري؛ دلته چې موږ نن راټول شوي یو، سوله په کلي، سیمه او نړۍ کې تر برید لاندې ده، دغه راز ناسمو معلوماتو هم د خلکو په ذهنونو کې د سولې پر وړاندې کرکه پیدا کړې؛ دلته هلته یوه په بله پسې د خال خال جګړو زهرو نړۍ اغېزمنه کړې چې له کبله یې د میلونونو انسانانو ژوند ګواښل کېږي. د خلکو ښېرازي او بشري حقونه تروړل شوي نو که موږ ټول سره لاسونه ورکړو، د دغه حالت مخه نیولی شو.»

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا د سولې نړۍواله ورځ له اوسه ۴۲ کاله مخکې په ۱۹۸۱ کال کې نړۍ ته ور وپېژندل شوه او دوه لسیزې وروسته عمومي اسامبلې د رایو په اتفاق دغه ورځ د عدم تشدد او د اوربند د مودې په نوم ونوموله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.