ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان ابدالیان کرکټ لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړه

افغان ابدالیان کرکټ لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړه

author avatar
23 Sep 2023 - 16:54
افغان ابدالیان کرکټ لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړه
author avatar
23 Sep 2023 - 16:54

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ابدالیان کرکټ لوبډله د چین په کوربه‌توب په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، افغان ابدالیان کرکټ لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه نن ماسپښين د چین د هانګزو ښار پر لوري روانه شوه.

دغه راز د یادو سیالیو لپاره درې ورځې مخکې کرکټ بورډ د افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

په دغه نوملړ کې ګلبدین نایب لوبډلمشر، محمدشهزاد مرستیال لوبډلمشر او وېکټ ساتونکی، صدیق‌الله اتل، زبید اکبري، نورعلي ځدراڼ، شاهدالله کمال، افسر ځاځی، وفي‌الله تره‌خېل، کریم جنت، شرف‌الدین اشرف، فریداحمد ملک، نجات مسعود، سیداحمد شېرزاد، قیس‌احمد او ظاهرخان شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.