کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ابدالیان کرکټ لوبډله د چین په کوربهتوب په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روانه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، افغان ابدالیان کرکټ لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه نن ماسپښين د چین د هانګزو ښار پر لوري روانه شوه.
دغه راز د یادو سیالیو لپاره درې ورځې مخکې کرکټ بورډ د افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
په دغه نوملړ کې ګلبدین نایب لوبډلمشر، محمدشهزاد مرستیال لوبډلمشر او وېکټ ساتونکی، صدیقالله اتل، زبید اکبري، نورعلي ځدراڼ، شاهدالله کمال، افسر ځاځی، وفيالله ترهخېل، کریم جنت، شرفالدین اشرف، فریداحمد ملک، نجات مسعود، سیداحمد شېرزاد، قیساحمد او ظاهرخان شامل دي.
همدارنګه په دغه نوملړ کې ننګیال خروټی، محمدابراهیم عبدالرحیمزی او اللهنور ناصري د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.
د کرکټ بورډ معلوماتو له مخې، دغو سیالیو د اصولو له مخې به افغان ابدالیان لوبډله وار له مخه په کوارټر فاینل پړاو کې شتون لري چې د راتلونکې اکټوبر میاشتې په درېیمه او څلورمه نېټه به ترسره شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











