ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې صنعت‌گرې ښځې: لاسي صنایعو ته د بازارموندنې لپاره دې «زموږ کلی زموږ ویاړ» بازار بېرته فعال شي

تخار کې صنعت‌گرې ښځې: لاسي صنایعو ته د بازارموندنې لپاره دې «زموږ کلی زموږ ویاړ» بازار بېرته فعال شي

author avatar
24 Sep 2023 - 17:13
تخار کې صنعت‌گرې ښځې: لاسي صنایعو ته د بازارموندنې لپاره دې «زموږ کلی زموږ ویاړ» بازار بېرته فعال شي
author avatar
24 Sep 2023 - 17:13

تالقان (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۲): تخار کې یو شمېر صنعت‌ګرې ښځې د اندښنې په څرګندولو وايي چې مخکې یي د خپلو لاسي صنایعو پلور لپاره د «زموږ کلی زموږ ویاړ» په نوم ځانګری بازار درلود، خو دغه بازار له دوو کلونو راهیسې تړلی دی.

د هغوی په خبره، ښځو ته د کار نه اجازې له امله کورنیو کې بې‌وزلي ډېره شوې او زیاتوي چې حکومت باید سوداګرو ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

د یوې موسسې مسوولې نجیبې فروغ پژواک خبري اژانس ته وویل، په هېواد کې له سیاسي بدلون مخکې یې په دغه ولایت کې له یو شمېر ښځو سره د لاسي صنایعو برخه کې کار کاوه، خو له بدلون وروسته ښځو ته د کار نه اجازې له امله د دوی کار هم درېدلی چې د لاسي صنایعو د پلور بازار هم د هرې ورځې په تېرېدو پیکه کېږي.

فروغ چې ډېرې پروژې یې تطبیق کړې او په اډانه کې یې ښځې د جامو ګنډلو، دستکول جوړولو، بوټ‌ګنډلو او نورو برخو کې بوختې وې، خو سیاسي بدلونو د دې لامل شو چې ځینې ښځې له افغانستانه ووځي او یو شمېر نورې د کار اجازې نه درلودو له امله خپل فعالیتونه پرېږدي چې اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي، د تېر حکومت پر مهال په تالقان ښار کې د ښځو د لاسي صنایعو د پلور لپاره د «زموږ کلی زموږ ویاړ» په نوم ځانګړی بازار جوړ شوی و چې له سیاسي بدلونو وروسته ښځو ته د کار اجازې نه درلودو له امله د دغه بازار هټۍ تړلې پاتې دي.

عابده یوه بله ښځه ده چې د لاسي صنایعو د پلور له لارې یې د خپلې اته کسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کول.

هغه وايي، په دغه ولایت کې د صنعت‌ګرو ښځو ځانګړی بازار و چې له لارې یې بازار ته د خپلو تولیداتو وړاندې کولو ترڅنګ، خامو توکو ته هم په اسانۍ لاسرسی درلود.

خو هغې زیاته کړه، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د صنعت‌ګرو ښځو دغه ځانګړی بازار د کار اجازې نه درلودو له امله غیرفعال شوی او اوس موسسې هم له متشبثو ښځو ملاتړ نه کوي چې له امله یې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښځو کار پیکه کېږي.

عابده له حکومته متشبثو او سوداګرو ښځو ته د فعالیت او کار اجازې غوښتنه کوي څو وکولای شي له دې لارې د خپلو کورنیو په لګښتونو پوره کولو کې مرسته وکړي.

د تالقان ښار اوسېدونکی سیداعظم وايي، مخکې یو شمېر متشبثې ښځې د لاسي صنایعو په کار بوختې وې او له همدې لارې یې د کورنیو لګښتونو یوه برخه برابروله، خو سیاسي بدلون د دې لامل شو څو د وخت په تېرېدو سره په ټولنه کې د ښځو حضور پیکه شي.

هغه هم هغو متشبثو او سوداګرو ښځو ته له حکومته د فعالیت او کار اجازه غواړي چې مخکې په کوچنیو سوداګریو کې بوختې وې.

په همدې حال کې، د تخار د صنعت او سوداګرۍ امر عبدالرحمن غزنوي له پژواک سره خبرو کې وویل چې حکومت په هر ډول شرایطو کې له نارینه او ښځینه متشبثینو ملاتړ کړی او ډاډ ورکوي چې د صنعت‌ګرو ښځو د ځانکړي بازار د بېرته پرانیستو هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه چې له راجستر وروسته، صنعت‌ګرې ښځې کولای شي خپل تولیدات دغه ځای ته راوړي او بازار ته یې وړاندې کړي.

Views: 125

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.