ژبه

غزني کې د دوو قومونو ترمنځ روغه جوړه وشوه

غزني‌ښار (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۲): د غزني د اجرستان مسوولین وایي چې د دې ولسوالۍ او د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د دوو قومونو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.

د اجرستان ولسوال مولوي طیب پژواک خبري اژانس ته وويل، د ځايي مسوولینو او قومي مشرانو په هڅو او منځګړيتوب د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د هزاره‌‌ګانو او د غزني د اجرستان ولسوالۍ د پښتنو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.

نوموړي وویل، لس کاله مخکې د غره او څرځایونو پر سر د یادو قومونو ترمنځ شخړه شوې وه چې له دواړو لورو په کې څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

د هغه په خبره، په دې دښمنۍ کې د اجرستان ولسوالۍ د لنګرخېلو کلي د ملاخېلو قوم یو کس محمدخان وژل شوی او بیا وروسته د دوی ترمنځ څو ځلې وسله‌والې نښتې شوې چې د دواړو خواوو درې کسان په کې ټپیان شوي وو.

نوموړي وویل، د دې ولسوالۍ په نورو سيمو کې هم دې ته ورته لويې او وړې دښمنۍ شته چې د حل لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

د اجرستان یوه قومي مشر ځواک چې په دې روغه جوړه کې یې ګډون کړی، پژواک ته وویل، له کلونو راهیسې د پښتنو او هزاره‌ګانو ترمنځ دلته بدي روانه وه چې یو قوم به هم په ډاډه زړه په خپلو سیمو کې ژوند نه شو کولای.

هغه وایي چې د جرګې له پرېګړې سره سم د میرامور خلکو د اجرستان خلکو ته د یوه وژل شوي کس په بدل کې یو اعشاریه شپږ میلیونه افغانۍ ورکړې او دغه دښمني نور پای ته ورسېده.

نوموړی وویل، له دې وروسته به دواړه خواوې د سولې او ورورګلوۍ تر سيوري لاندې ژوند کوي او په ښو چارو کې به يو بل ته لاس ورکوي.

دغه راز په غزني یوه مدني فعال مرتضی وردګ پژواک وویل، دا ډول روغې جوړې کولای شي د ولس ترمنځ یووالی رامنځته او د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

نوموړي له سیمه‌ییزو مسوولینو او قومي مشرانو مننه وکړه چې د دې شخړې د حل لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

هغه د هېواد د نورو سیمو پر حکومتي مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو هم غږ وکړ چې په خپلو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ دغه شان شخړې هوارې کړي.

د یادوني ده، له دې مخکې هم د غزني په قره‌باغ، جاغوري، ناور، ګیلان او ناوې ولسوالیو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ یو شمېر بدۍ د سیمه‌ییزو مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هوارې شوې دي.

ورته موضوع