سرپل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): سرپل کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې یوې ځوانې ښځې ځانوژنه کړې ده.
د سرپل د پولیسو ویاند دینمحمد نظري وايي چې تېره شپه د هنګامې په نوم یوې ځوانې نجلۍ د کوهستانات ولسوالۍ په خمدان کلي کې په خپل کور کې ځان زندی کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
هغه زیاته کړه تراوسه د دې ځانوژنې لامل نه دی روښانه او مړی د عدلي طب له څیړنې وروسته خاورو ته سپارل شوی دی.
د نوموړي په خبره، د یادې ځوانې ښځې د ځانوژنې قضیې روښانولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې دیني عالمان وایي، ځانوژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او هیڅوک باید د ژوند د هغو ستونزو لپاره چې د حل وړ وي، داسې کبیره ګناه ونه کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن