[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): د ایران اقتصادي او سوداګریز پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره پر اقتصادي همکاریو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په کابل کې د ایران د خراسان رضوي ولایت د والي یعقوب علي نظري په مشرۍ له اقتصادي او سوداګریز پلاوي سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، دواړو لورو د ګاونډي هېوادونو په توګه د یو بل ترمنځ پر لا زیاتو همکاریو ټينګار وکړ.
متقي په دې لیدنه کې څرګنده کړه چې په افغانستان کې د امنیت او نشهيي توکو د تولید ستونزه حل شوې، د پخوا په پرتله د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو لپاره زمینه مساعده ده.
هغه د ایران او افغانستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي برخو کي د ښې همکارۍ یادونه وکړه او هم یې له نړۍوالو سره د افغانستان اسلامي امارت تعامل او اړیکي د پرمختګ په حالت وبللې.
په عین وخت کې نظري د هرات وروستۍ زلزلې له کبله د مرګژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه خواخوږي څرګنده کړه.
هغه له خپل سوداګریز پلاوي سره کابل ته سفر له لاسته راوړنو ډک وباله.
یعقوب علي نظري زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو اړوند وزارتونو ترمنځ د کاري او تخصصي همغږۍ لپاره د ځانګړو ټيمونو رامنځته کول د لا زیاتې همکارۍ او پرمختګ لپاره نوی ګام دی او هیله یې وښوده چې ډيرې لاسته راوړنې به ولري.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP