کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزارت وایي، د سردارمحمد داوودخان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د عصبي جراحۍ ټیم له لوري «ماغزو تومور» پیچلي عملیات په بریالیتوب ترسره شول.
یاد وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، یاد عملیات د دغه وزارت اړوند روغتیایي چارو قوماندانۍ رهبري د هڅو په پایله کې د عصري طبي ماشینونو او وسایلو په لرلو سره د عصبي جراحۍ ټیم له لوري د ډګروال رنځورمل ډاکټر محمدحسن صاحبي په مشرۍ ترسره شوي دي.
سرچینې لیکلي چې اوس مهال د یاد ناروغ روغتیایي وضیعت د ډاډ وړ دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP