کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزی بانک اعلان کړی چې سبا (یکشنبه) ۱۴ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د افغانستان مرکزی بانک نن (شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو پر شرایطو برابرو له ټولو بانکونو، د صرافي له شرکتونو او له پولي خدمتونو څخه غوښتي چې په یاده داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
یاد بانک څرګنده کړې چې د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
سرچینې زیاته کړې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نشته، د لیلام ګټونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل او په نغد ډول افغانستان بانک ته وسپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP