ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنې افغانستان کې د زده‌کوونکو د ملاتړ په موخه نږدې لس میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې افغانستان کې د زده‌کوونکو د ملاتړ په موخه نږدې لس میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

author avatar
21 Oct 2023 - 16:03
اروپايي ټولنې افغانستان کې د زده‌کوونکو د ملاتړ په موخه نږدې لس میلیونه یورو مرسته اعلان کړه
author avatar
21 Oct 2023 - 16:03

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): اروپایي ټولنې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د شاوخوا دوه میلیونه زده‌کوونکو د ملاتړ په موخه ۹.۹ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

د اروپایي ټولنې له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه راغلي چې دغه مرستې به په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې ولګول شي.

سرچینه زیاتوي چې په یادو پیسو به په ننګرهار، نورستان، غور، فراه او جوزجان ولایتونو کې د راتلونکو دوو کلونو لپاره د ښوونځیو لومړنۍ دورې شاوخوا دوه میلیونه زده‌کوونکو ته د تقویي ځانګړي خواړه ووېشل شي.

سرچينې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیالې هارولد میناردت له قوله لیکلي: «په خالي معده زده‌کړه سخته ده؛ په افغانستان کې د ښوونځي د تغذیې پروګرام د هلکانو او نجونو لپاره په لومړنیو ښوونځیو کې د شمولیت او حاضرۍ  ساتلو په زیاتولو کې مرسته کوي، تغذیه د زده‌کړې وړتیاوې او د ماشومانو هوساینې ته وده ورکوي.»

هغه ویلي، په افغانستان کې ډېری ماشومان د سهار چای له خوړل پرته ښوونځیو ته ځي او د خوړو نړۍوال پروګرام به د هغوی لپاره ځیني تقویتي خواړه برابر کړي.

 

Views: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.