ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده

غزني کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده

author avatar
25 Oct 2023 - 23:03
غزني کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده
author avatar
25 Oct 2023 - 23:03

[restrict paid="true"]

غزني‌ښار (پژواک، ۳  لړم ۱۴۰۲): د غزني امنیتي مسولین وایې، د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه فابریکه کشف او وروسته له منځه یووړل شوه.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي د لړم په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل، له نشه‌یې توکو سره د مبارزې پولیسو د اجرستان ولسوالۍ په چقمق سیمه کې د نشه‌یې توکو د تولید یوه کارخونه له کشف وروسته له منځه وړې ده.

هغه زیاته کړه چې له دې کارخونې ۱۰۰۰ کیلوګرامه سود، ۲۴۰ کیلوګرامه چونه، ۱۷۰۰ کیلوګرامه مالګه، ۱۲۶ لېتره تېزاب، ۹۰ لېتره ایکشیر مواد او ۴۴۰ لېتره ډېزل ترلاسه شوي چې وروسته د اجرستان ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له پرېکړې سره سم د مسوولینو او عامو خلکو په حضور کې وسوځول شول.

د یادونې ده، په دې سیمه کې دا دریېم ځل دی چې د نشه‌یې توکو کارخونې د امنیتي ځواکونو له لوري له منځه وړل کېږي.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.