ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننگرهار کې د یوه کنفرانس ګډونوال: اسلامي نړۍ دې پر غزه د اسرائیلو د ظلم مخه ونیسي

ننگرهار کې د یوه کنفرانس ګډونوال: اسلامي نړۍ دې پر غزه د اسرائیلو د ظلم مخه ونیسي

author avatar
3 Nov 2023 - 16:37
ننگرهار کې د یوه کنفرانس ګډونوال: اسلامي نړۍ دې پر غزه د اسرائیلو د ظلم مخه ونیسي
author avatar
3 Nov 2023 - 16:37

جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): ننګرهار کې د بيت‌المقدس د ارزښت په اړه جوړ شوي علمي کنفرانس ګډونوالو له اسلامي نړۍ وغوښتل چې د فلسطین پر مسلمانانو د اسرائیلو د ظلم مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

بیت‌المقدس د مسلمانانو لومړۍ قبله وه او حضرت محمد (ص) له همدغه ځایه معراج ته تللی دی.

اسرائیل له څه مودې راهیسې د فلسطین پر غزه تړانګه بریدونه کوي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور ټپیان دي.

نن په ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د غونډو په تالار کې د منبر علمي او کلتوري ټولنې له لوري د بيت‌المقدس د ارزښت په تړاو کنفرانس جوړ شو.

د دغه علمي کنفرانس ګډونوالو د بيت‌المقدس د تاريخ، ارزښت، شاليد او نورو مسايلو په اړه علمي مقالې وړاندې کړې.

د يادې ټولنې مشر استاد رفيع‌الله وويل: «تاسو ټولو ته بهتره پته ده چې په اوس وخت کې زموږ فلسطين د اسرائيلي اشغالګرو له خوا د اور په لمبو کې سوځي او په سلګونه فلسطيني خویندې، ماشومان، ځوانان او سپين‌ږيري شهيدان، په زرګونه ټپيان شوي او غزه يې پر کنډواله بدله کړې ده.»

هغه زياته کړه، یادې ټولنې له همدې امله اړینه وبلله چې خپلو ځوانانو ته د دغه علمي کنفرانس له لارې د بيت‌المقدس په اړه هر اړخيز معلومات ورکړي.

په کنفرانس کې شيخ‌القران محمدنعيم جليلي، استاد عبدالرحيم صراف او د ستراتیژيکو مطالعاتو مرکز د تاريخ ليکنې مسوول استاد نصيراحمد نويدي له لوري د بيت‌المقدس ديني ارزښت، د فلسطين قضيې شاليد او لاملونو او د حماس ډلې د جدوجهد او تجربو په اړه ګډونوالو ته هر اړخيز معلومات وړاندې شول.

د کنفرانس ګډونوالو پر اسلامي نړۍ د فلسطين د ملاتړ غږ وکړ، ویې ویل چې اسلامي نړۍ باید د فلسطین پر مسلمانانو د اسرائیلو د ظلم مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.