کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۲): ایراني چارواکو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ته ویلي، افغانستان کولای شي سر له سبا د چابهار له بندره صادرات، واردات او ترانزیټ عملاً پيل کړي او دغه راز ملا برادر د دغه بندر له لارې د صادراتو او وارداتو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ملا عبدالغني برادر اخند ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن د چابهار له بندره لیدنه وکړه او هلته یې د بلوچستان له والي حسین مدرس خیاباني، په افغانستان کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي، د ایران د ازادو سوداګریزو سیمو له مسوول حجتالله عبدالملکي او نورو مسوولینو سره ولیدل.
سرچینې لیکلي، ملا برادر د دې لیدنې پر مهال د دغه بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر زیاتېدو ټینګار وکړ او له ایراني چارواکو یې وغوښتل څو دغه بندر ته د افغانستان لاسرسی اسانه کړي او کافي ځمکه په اختیار کې ورکړي.
دغه راز سرچینې زیاته کړې، ایراني لوري په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو او دغه راز د دغه بندر له لارې د افغانستان سوداګرۍ ډېرېدو په اړه ملا برادر ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه په ګډه کار وکړي.
سرچینې زیاته کړې، ایراني لوري د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ته وویل، افغانستان کولای شي سر له سبا له چابهار بندره عملاً صادرات، واردات او ترانزیټ پيل کړي.
د هغوی په خبره، ایران په دې برخه کې بشپړ چمتووالی لري.
د سرچینې په حواله، د چابهار له بندر سره د نښلېدو په صورت کې به افغانستان د هند، چین، اروپا او منځني ختیځ بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي او له نړۍ سره به د افغانستان اړیکې لا پياوړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP