کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۲): د کابل ښاروالۍ وايي چې سبا د دغه ښار په ۲۲ ناحیو کې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیلېږي او د کابل ښاریان کولای شي چې د یو ټن د ډبرو سکاره په ۹۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کړي.
د کابل ښاروالۍ پرخپله اېکسپاڼه لیکلي: «د ۱۴۰۲ کال د لړم میاشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د کابل ښار په کچه د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیلېږي او د سکرو له بیې، کیفیت او له احتکار څخه د مخنیوي په موخه به له دې لړۍ څخه دومداره څارنه کېږي.»
سرچینې زیاته کړې، د کابل ښاریان کولای شي چې له ټاکل شوو ځایونو خپل د اړتیا وړ د ډبرو سکاره یو ټن په ۹۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کړي.
تېر کال هم د کابل ښاروالۍ له لورې د ښار په بېلابېلو سیمو کې یو ټن د ډبرو سکاره په ۹ زره افغانۍ پلورل کېدل.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن