میدانښار (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۲): د میدانوردګو په پنځو ولسوالیو کې د دېرش میلیون افغانیو په لګښت د پنځو چکډیمونو جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه ولایت سیندیزې حوزې رییس مولوي عبدالصمد حلیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په چک، نرخ، جغتو، جلرېز او سیداباد ولسوالیو کې د حکومت له بودجې د اوبو یو، یو چکډیم جوړېږي او نن یې چارې پيل شوې.
هغه زیاته کړه، دغه بندونه به د ۲۲ زره متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا ولري او په راتلونکي کې به د کرنیزو ځمکو لپاره ډېر ګټور تمام شي.
د هغه په خبره، په راتلونکي کال کې هم د دغه ولایت په کچه تر سلو پورې چکډیمونو جوړولو پلان لري.
د میدانوردګو د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکی محمدرسول وایي چې پخوا یې په سیمه کې د موسمي اورښتونو اوبو لپاره بند نه درلود او اوبه بېځایه ضایع کېدې.
هغه د یادو بندونو جوړېدو ته خوښي څرګندوي او وایي چې په دغه ولایت کې دې د بیارغونې نورې پروژې هم تطبیق شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP