بامیان (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): بامیان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه ۱۳ کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
د بامیان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز اړوند «شهیدان» سیمې اوسېدونکي ۱۳ کلن امیرخان ځان راځوړند کړی او مړی شوی دی.
د هغه په خبره، دغه هلک په خپل کور کې ځان راځوړند کړی دی.
هغه څرګنده کړه چې د بامیان امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د پېښې ځای بررسي کړی او جسد یې د نورو پلټنو لپاره ولایتي روغتون ته لېږدولی دی.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن