جلالاباد (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت د امنیه قوماندانۍ مسوولين وایي، د سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د مسوولينو په وينا، چاودنه د يوې سلمانۍ مخې ته شوې او د سلمانۍ يو کار کوونکی پکې ټپي شوی دی.
د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک ته وويل، پرون د سره رود ولسوالۍ اړوند د نغرک پول ته څېرمه د ېوې سلمانۍ مخې ته چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودنه د یوه کس په ځان پورې د تړل شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.
هغه وويل چې چاودنه کې خپل همدغه شخص وژل شوی او د سلمانۍ يو کار کوونکی ټپی شوی دی.
د سیمې یوه اوسېدونکي شاهد لطفالله پژواک ته وويل، تر چاودنې وروسته امنيتي مسوولين د پېښې ځای ته رسېدلي، ټپي او جسد يې روغتون ته لېږدولي دي.
Views: 228
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن