ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه په ګلستان، پرچمن او خاکسفېد ولسوالیو کې خلک د تذکرو د وېش مرکزونه غواړي

د فراه په ګلستان، پرچمن او خاکسفېد ولسوالیو کې خلک د تذکرو د وېش مرکزونه غواړي

author avatar
19 Nov 2023 - 15:00
د فراه په ګلستان، پرچمن او خاکسفېد ولسوالیو کې خلک د تذکرو د وېش مرکزونه غواړي
author avatar
19 Nov 2023 - 15:00

فراه (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۲): د فراه ګلستان، پرچمن او خاکسفېد ولسوالیو یو شمېر خلک وايي، دوی له فراه ښاره له ۲۵۰ تر ۳۸۰ کیلومتره لرې دي، نو په دغو ولسوالیو کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونو جوړېدو غوښتنه کوي.

د ګلستان ولسوالۍ د «قلعه کهنه» سیمې اوسېدونکي فیض‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، فراه یو لوی او پراخ ولایت دی خو د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز یوازې په فراه ښار کې فعال دی.

هغه زیاتوي، ګلستان ولسوالي د دغه ولایت له مرکزه شاوخوا ۲۵۰ کیلومتره لرې ده او خلک يې په اسانۍ نشي کولای چې د تذکرو اخیستلو لپاره د کورنۍ ټول غړي مرکز ته یوسي.

د هغه په وینا، همدا لامل دی چې د ګلستان ډېری خلک برېښنايي تذکرې نه لري.

هغه وايي: «موږ د فراه له مرکزه ۲۵۰ کیلومتره لرې یوو، په خپله ولسوالۍ کې د برېښنايي تذکرو اخیستلو زمینه نه ده راته برابره، خو بلخوا که ان یو سیمکارټ هم اخلو نو برېښنايي تذکره رانه غوښتل کېږي.»

هغه وايي، حکومت دې د ګلستان ولسوالۍ په مرکز کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز جوړ کړي څو خلک يې د اخیستلو توان پيدا کړي.

د دغه ولایت د خاکسفېد ولسوالۍ د «دېوال سرخ» کلي اوسېدونکی محمدوزیر وايي: «زموږ په سیمه کې د برقي تذکرو خدمات نه شته، خلک نشي کولای خپلې ښځې او ماشومان د بایومټریک لپاره ښار ته یوسي؛ ځکه په یوه ورځ کې تذکره نه اخیستل کېږي.»

هغه وايي چې حکومت دې ټولو خلکو ته د تذکرو اخیستلو اسانه زمینه برابره کړي.

د فراه پرچمن ولسوالۍ د تحت پرچمن سیمې اوسېدونکی او قومي مشر عبدالحمید حمید وايي، د دوی ولسوالي له مرکزه شاوخوا ۳۸۰ کیلومتره لرې ده او سړکونه يې هم ډېر خراب دي، نو خلک د تذکرو اخیستلو لپاره د ولایت مرکز په اسانۍ تګ راتګ نه شي کولای.

هغه زیاتوي، حکومت دې د دوی په سیمه کې خلکو ته د تذکرو وېش ځانګړی مرکز جوړ کړي څو هغوی په اسانۍ سره تذکرې واخیستلای شي.

نوموړي وویل چې برېښنايي تذکرو شتون ډېر اړین دی؛ ځکه په وینا يې، له تذکرو پرته هیڅ کار نشي کولای.

بلخوا د دغه ولایت د احصايې رییس قاري یوسف هم د خلکو ستونزې مني او وايي چې اوس یوازې په فراه ښار کې د تذکرو د وېش مرکز فعال دی.

خو نوموړی ژمنه کوي چې په راتلونکو ورځو کې به په فراه‌رود ولسوالۍ کې هم یو مرکز فعال شي.

نوموړی وايي: «اوسمهال زموږ د کاغذي تذکرو وېش په ټولو ولسوالیو کي فعال دی، خو د برقي تذکرو وېش یوازې په مرکز کې کېږي اما په فراه‌رود ولسوالۍ کې یو مرکز منظور شوی چي تر دوه ورځو نورو به د برقي تذکرو وېش پیل کړي.»

د هغه په وینا، فراه‌رود ولسوالي ګلستان، پرچمن او بالابلوک ولسوالیو ته هم نږدې ده او د دغو ولسوالیو خلک هم په دغه مرکز کې تذکرې اخیستلای شي.

د یادونې ده، د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ په وروستیو څو کلونو کې په هېواد کې پيل شوې چې مرکزونه يې تر ډېره یوازې د ولایتونو په مرکزونو کې فعال دي او د لرې پرتو سیمو خلک غوښتنه کوي چې دوی ته دې په خپلو سیمو کې دغه اسانتیاوې برابرې شي.

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.