پلخمري (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د بغلان د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۱۰۵ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې چې د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیاتوالی ښیي.
د بغلان د کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول ولي امرخېل پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال د دغه ولایت پر ۲۳۵۸۰ هکټاره ځمکه شولې کرل شوې وې چې ۹۹۰۳۶ مټریک ټنه حاصل یې ورکړی و.
خو دی وايي، سږ کال بیا پر ۲۴۷۹۵ هکټاره ځمکه شولې کرل شوې وې چې ۱۰۴۱۳۹ مټریک ټنه حاصل یې ورکړی او د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیاتوالی ښیي.
هغه د وریجو حاصلاتو ډېرېدو په اړه وايي چې د شولو کرلو په وخت کې کروندګرو ته لارښوونې شوې او ترڅنګ يې په یو شمېر لرو سیمو کې د نشهیي توکو پر ځای شولې کرل شوې وې.
ورته مهال، د بغلان د ډنډغوري سیمې یوه کروندګر سیدعالم پژواک ته وویل، که څه هم چې په اوله کې د اوبو کموالي اندېښنه موجوده وه خو اوبه تنظیم شوې او د شولو حاصلات د قناعت وړ دي.
هغه وايي چې تېر کال يې له پنځه جریبه ځمکې ۴۵۰ منه وريجې ترلاسه کړې وې خو سږ کال يې له همدې ځمکې نږدې ۶۵۰ منه وريجې ترلاسه کړې دي.
بغلان د افغانستان د شمال هغه ولایت دی چې وريجې يې له مهمو کرنیزو محصولاتو ګڼل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP